د دعوت او ارشاد اصلاحي او روزنیز سمینار د الهي نواهیو د ترسره کولو او د ګناه عواقبو د ترسره کولو په هکله ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۱۵:۵۸
1

د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د مخکنیو ناستو او سمینارونو په دوام کې، داځل اصلاحي او روزنیز سمینار له ګناه څخه ډډه کولو او  د الهي نواهیو څخه د پرهیز په هکله د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف په شتون کې  ترسره شو.

په دې سمینار کې چې د دفتر عمومي ریاست کارمندانو ګډون درلود، ښاغلي مولوي ګل الرحمن عارف د الهي اوامرو په ترسره کولو او د الهي نواهیو څخه د پرهیز کولو په هکله باندې خبرې وکړي او د ګناهونو د ترسره کولو د عواقبو او د هغو اعمالو په نه ترسره کولو چې د خدای(ج) له لوري څخه منع شوي په هر اړخیز ډول  معلومات وړاندې کړل.

د دعوت او ارشاد رئيس په یاده ناسته کې د ځینو کبیره ګناهونو کله: په دروغو قسم یادول، دروغ ویلو، غلا، حسد، زنا، د شهادت پټول، په ناحقه شهادت او یو شمېر نورو ګناهونو ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ ، هر څوک چې دا اعمال ترسره کړي د الهي عذاب او  د دوزخ وړ ګرځي.

ښاغلي مولوي عارف ټول کارمندان د الهي احکامو زده کړو ته را وبلل او د ښو اعمالو ترسره کولو ته یې وهڅول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu