د خوست ولایت کې د ولایتي انرژي کمېټې د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۸:۵۶
1

دغه ناسته د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت تر مشري لاندې د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې ښاغلي ثابت په اوسني وخت کې د انرژي د ارزښت په هکله خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په راتلونکي کال کې باید د انرژي د تولید په برخه کې لا زیات کار وشي، تر څو په دې برخه کې ځان بسیاینې ته ورسیږو.

په ورته مهال، د ولایتي انرژي کمېټې د برېښنا یوه غړي د انرژي په برخه کې د موسساتو او ملي سوداګرو د جلبولو په هکله مفصلې خبرې وکړې او له ګډونوالو سره یې اړین معلومات شریک کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu