د خوراکي خونديتوب تر نامه لاندې پروګرام لپاره په مرکز ګردېز کې د يو لړ پروژو لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره شوه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۹:۴۱
1

د خوراک او کرهڼې (FAO) نړېوالې مؤسسې تخنیکي ډلې او د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رياست تخنیکي غړيو په ګډه همکارۍ د خوراکي خونديتوب پروګرام لپاره د مرکز ګردېز اړوند بېلابېلو سیمو کې لومړنۍ تخنیکي سروې ترسره کړه.

د دې سروې په پايله کې د کوز شيخانو واټرشيډ ساحه، د کوز دينار خيلو کارېز او واټرشيډ ساحه، د رباط کلي د جاني جار کارېز، د چوڼۍ کلي په سیمه کې استنادي دیوال، د زاهو د حوض، سربند او کانال ترميم، د غوريزې د واټرشيډ ساحه او د زاهو په سیمه کې د تنګي کارېز لومړنۍ او تخنیکي سروې ترسره شوې.

د پورته سروې شويو پروژو د پاتې پړاوونو له بشپړولو وروسته به يې رغنيزې چارې په عملي توګه پیل شي.

څرنګه، چې ددې پروګرام موخه؛ بشري خوراکي خونديتوب دى، نو د پروژو رغنيزې چارې به د بشري ځواک پر مټ پر مخ وړل کیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu