د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د سړک جوړولو پروژې چارې بشپړې او د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۰:۴۸
1

د تګاب ولسوالي تر باغدرې برېښنا بند پورې د سړک جوړولو پروژې چارې د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم الحاج ملا عبدالهادي یعقوب او ورسره مل پلاوي او د کاپیسا مرستیال والي محترم شیخ اسدالله سنان، د کاپیسا د اوبو او انرژي رئيس محترم انجنیر کاوه خروش، د ام، سي، سي، ام، جم شرکت مسؤل ښاغلي لي بین تائو، د تګاب ولسوال محترم مولوي خلیل الرحمن ابراهیم او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

نوموړی سړک د تېرو دریو میاشتو په موده کې د پورتنۍ، کښتنۍ او د بند محور څانګو ته وغځيد چې ۸ کیلو متره د باغدرې برېښنا بند تر محوره، ۱۰ کیلو متره د بند تر کښتنۍ او ۴ کیلو متره د بند تر پورتنۍ برخې پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

همدارنګه، د انرژي معین او ورسره مل پلاوي د باغدرې اوبیزې برېښنا بند د جیوفزیک او جیوتخنیک د امکان سنجي مطالعاتو  د چارو له بهیره څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

همدغه راز، محترم مولوي عبدالرحمن رحماني د پایدارې انرژي عمومي رئيس د باغدرې برېښنا بند د امکان سنجي مطالعاتو په هکله رسنیو ته اړین معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu