د ترکیې هېواد یو شمېر پانګوالو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د دغه وزارت په پروژو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۶:۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د آنادولو علماوو له رئیس محترم شیخ عمر فاروق مدرس اوغلو، د تومسیاد سوداګریريزې مؤسسې له رئیس محترم فاتح شینیر او یو شمېر نورو ترکي پانګوالو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې د ترکیې هېواد پانګوالو د بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لیوالتیا څرګنده کړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې ددوی د لیوالتیا ستاینه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید اړین ظرفیتونه لري او د وزارت رهبري هم په دې برخه کې د پانګوالو له لېوالتیا هر کلی کوي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ، چې د دواړو لورو د مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتي همغږي په موخه دې تخنیکي ناستې ترسره شي، ترڅو ډېر ژر د دې پانګونو لپاره زمینه چمتو او عملي چارې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu