د ترکي شرکتونو د یوې ډلې مسؤلینو د پانګونې د جلب او جذب له رئيس سره په لیدنه کې د اوبو او انرژي په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۳
1

د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جلب او جذب رئيس محترم مولوي رحمت‌ولي رحماني د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د پانګوالو شرکتونو د یوې ډلې له مسؤلینو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، ترکي پانګوالو په افغانستان کې د اوبو او انرژي او د اوبو لېږد او سپما په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د پانګونې د جلب او جذب رئيس په افغانستان کې د هغوی د پانګونې د لېوالتیا هر کلی وکړ او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

مولوي رحماني ټینګار وکړ، چې د اوبو او انرژي وزارت به له هغو پانګوالو سره چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ریښتینی هوډ لري او په دې برخه کې عملي او اغېزمن ګامونه پورته کوي، په هر اړخیزه توګه د آسانتیاوو د چمتوکولو په برخه کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu