د بودجې د مصرف د څرنګوالي او د اوبو پراختیایي پروژو د وضعیت د پرمختګ ارزولو میاشتنۍ غونډه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۶:۳۹
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئیسانو ، د تدارکاتو رئيس، مالي رئيس او د یو شمېر نورو تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، اړوندو رئیسانو د اوبو سکتور د پروژو د سروې، ډیزاین او پلي کولو د وضعیت  د پرمختګ ، د پراختیایي بودجې د مصرف د څرنګوالي او د پروژو د تدارکاتي پروسې د پرمختګ په هکله خپل راپورونه وړاندې کړل.

د اوبو محترم معین د رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو د راپورونو تر ارزولو وروسته، د پروژو چارو د چټکتیا او له پراختیایي بودجې څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په هکله اړینې سپارښتنې وکړې او د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۷
Background image

ارزګان ولایت کې د آغاجان بند د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعات وڅېړل شول

محترم مولوی خلیل الرحمن عمري، د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالي ته د آغاجان بند د محور د سیمې د جیوتخنیک او جیوفزیک مطالعاتو د څېړلو،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۴۱
Background image

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې بېرته پیل شوې

د غزني ولایت د سلطان بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې چې د ۱۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت په ۱۴۰۴ هـ ل کال کې پیل شوې وي، او د ژمي د سړې هوا له کبله ځنډول شوې وي، بېرته پیل شوې.

اوسمهال د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیا د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس سره د اوبو په برخه کې د پروژو د پلي‌کولو غوښتنې شریکې شوې

د پکتیا د اوبو او انرژي رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغې ولسوالي د اوبو د مدیریت په موخه د. . .

بیرته تګ

User account menu