د بلخ ولایت د اوبو ټولنو د رئيسانو او میر آب باشانو ستونزې او وړاندیزونه د بلخ ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره شریک شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۱:۳۴
1

د بلخ ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین د بلخ ولایت د اوبو ټولنو د رئيسانو او د بلخ سیند د اتلس‌ګونو عمومي کانالونو له میر آب باشانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د اوبو ټولنو رئيسانو او د بلخ سیند د اتلس‌ګونو عمومي کانالونو میر آب باشانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د بلخ ولایت د اوبو او انرژي له رئيس سره شریک کړل او د  هغوی د هوارولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي حقبین په دغه لیدنه کې هغوی ته د ستونزو د هوارولو په برخه کې د همکاري ډاډ ورکړ او لارښوونه یې وکړه، چې خپلې دندې د اوبو او انرژي وزارت له کړنلارو سره سمې پرمخ یوسي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu