د برېښنا مارکیټ سوداګریز نوی رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۶:۱۷
1

محترم حاجي دولت خان "حقیار" د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د لزوم دید پر بنسټ د برېښنا مارکیټ د سوداګریز رئيس په توګه ټاکل شوی او په یوه ناسته کې د دفتر د عمومي رئيس محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز له لوري په داسې حال کې چې د مالي او اداري عمومي رئيس محترم الحاج محمدالدین نیازي او یو شمېر نورو رئيسانو هم شتون در لود، همکارانو ته ور وپېژندل شو.

ښاغلي حقیار له هېواد څخه بهر خپلې زده کړې د لیسانس تر کچې پورې پای ته رسولې او تر دې مخکې یې د نږدې دوو کلونو لپاره د اوبو او انرژي وزارت د بشري سرچینو په ریاست کې د ادارې د پراختیا او د وړتیا لوړولو د آمر په توګه دنده ترسره کوله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu