د برېښنا مارکیټ تخنیکي رئيس او مل پلاوي د کاپیسا له والي سره وکتل

MEW-Media
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۲:۱۹
۱

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت د برېښنا مارکیټ تخنیکي رئيس محترم انجنیر همت‌الله امین‌زي او مل پلاوي کاپيسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې  د کاپیسا د اوبو او انرژي د رئيس محترم انجنیر کاوه خروش په ملتیا د کاپیسا له والي محترم قاري احسان‌الله بریال سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، نوموړي پلاوي د کاپیسا له والي سره د برېښنا د ښه تنظیم، د فعالو شرکتونو د پېژندنې او د هغوی د فعالیتونو د ارزونې له لارې د نوموړو شرکتونو د فعالیتونو د قانوني‌کولو، د تخنیکي خوندیتوب د مراعتولو او د انرژي په سکتور کې د متشبثینو د هڅونې په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه، نوموړي پلاوي د کاپیسا له والي څخه وغوښتل چې نوموړي موضوع دې د ولایت په اداري ناسته کې هم مطرح شي، ترڅو د ولایت له آدرسه ټولو اړوندو ادارو ته ورسول شي.

په ورته مهال، د کاپیسا والي نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به هېڅ ډول هڅه او کوښښ ونه‌سپموي.

له بلې خوا، د کاپیسا ولایت په مرکز کې د انرژي کمېټې درېیمه ناسته د کاپیسا د اوبو او انرژي ریاست تر مشري لاندې د دغې کمېټې د غړو او د وزارت د برېښنا مارکیټ د تخنیکي رئيس او مل پلاوي په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې په کاپیسا ولایت کې د برېښنا رسونې په برخه کې د فعالو شرکتونو پېژندنه، د هغوی د فعالیتونو ارزونه او د رسمي جواز د تر لاسه کولو او د قانون په چوکاټ کې د ثبت او راجستر پروسې عملي کولو، د برېښنا اغېزمن تنظیم، د برېښنا د نشتوالي ستونزو د حل لارو، چارو او د برېښنا رسوني اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۵۸
Background image

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست د اداري ودانۍ پروژې چارې ۴۸ سلنه بشپړې شوې دي

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ریاست د اداري ودانۍ پروژې د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۲۶
Background image

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس د فاریاب ولایت له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل

د شیرین تګاب – میمنې سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محي الدین مبارز د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي له یو شمېر سپین ږیرو او قومي مشرانو سره وکتل او د هغوی د ټولنیزو ستونزو د هوارولو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۱۱
Background image

لوګر ولایت کې د وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې چارې ۲۰ سلنه پرمخ تللې دي

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر او ورسره مل تخنیکي ټیم وزیر کلا د کاریز د کانال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu