د بخش آباد بند د پروژې د ستونزو د هوارولو او د کار د بیا پیلولو په موخه د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۲ - ۱۲:۱۹
1

دا ناسته د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د لسمې مصوبې د پریکړې د پلي کیدو په موخه د اوبو او انرژي وزارت د دفتر مقام د رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز، د اوبو پروژو د کنټرل کیفیت رئيس، د مالیې وزارت، د افغانستان بانک، قراردادي شرکت د استازو او د فراه ولایت د یو شمېر مشرانو په ګډون جوړه شوه.

په یاده ناسته کې، د پروژې عمومي او اوسنی وضعیت راپور تر څېړنې لاندې ونیول شو او د ستونزو په هوارولو او د کار بیا پیلولو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.

د قراردادي شرکت استازي د ناستې په بهیر کې د پروژې د چارو د بیا پیلیدو په هکله خپل چمتووالی څرګند کړ او د ستونزو د هوارولو لپاره یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ناستې په دوام کې، د فراه ولایت د خلکو یو تن مشر د هغه ولایت د خلکو په استازولي د بخش آباد بند د پروژې د پلي کیدو لپاره د خلکو د اړین ضرورت په هکله خبرې وکړې او د پروژې د بیا پیلیدو غوښتنه یې وکړه.

ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز د پروژې د وضعیت او د ګډون والو  د نظریاتو تر هر اړخیزې بررسي وروسته، د فراه ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان اسلامي امارت رهبري یادې پروژې ته د اړتیا په اساس لومړیتوب ورکړی او پلي کیدو ته یې هوډمن دي. هغه د ماليې وزارت او د افغانستان بانک له استازو څخه و غوښتل، چې د پروژې د انوایسونو د ورکړې په برخه کې لازمې څېړنې ترسره کړي؛ ترڅو د پروژې کار ژرتر ژره د پلي کیدونکي شرکت له خوا په ساحه کې پیل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

بیرته تګ

User account menu