د بتخاک نوی سب سټېشن او له ارغندۍ څخه تر بتخاک پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي پروژه د ۲۵.۴ میلیونه آمریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت پرانیستل شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۴:۳
1

د دغو پروژو د پرانیستې مراسم د اوبو او انرژي سرپرست وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کابل والي الحاج امین الله عبید، د انرژي معین الحاج ملا عبدالهادي یعقوب، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي، د اسلامي امارت مشرانو، د اوبو او انرژي وزارت سلاکارانو او رئیسانو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې د بتخاک سب سټېشن په ساحه کې ترسره شوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغې پروژې د پرانیستي پرمهال د هغې ارزښت ته په اشارې سره یادونه وکړه چې دغه پروژه د ترکمنستان-افغانستان د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي د اړوندو پروژو په ټولګه کې شامله ده او د انرژي د جذب او وېش زیاته برخه له دغې سرچینې څخه چمتو کېږي.

ښاغلي منصور ټینګار وکړ چې د اوبو او انرژي وزارت د دوو مهمو او حیاتي سکټورونو مسؤولیت پر غاړه لري او له نېکه مرغه په دغه برخه کې یې د کتنې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي.

په همدې حال کې د کابل والي څرګنده کړه چې د اسلامي امارت له راتګ سره تر اوسه له نېکه مرغه د هېواد په آبادۍ او پراختیا کې په ځانګړې توګه د کابل ښاریانو د برېښنا د تأمینولو په برخه کې لویې لاسته راوړنې ترلاسه شوې دي.

له بلې خوا د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم برېښنا د ننۍ ټولنې د اساسي اړتیاوو له جملې څخه وبلله او یادونه یې وکړه چې له نېکه مرغه د اوبو او انرژي وزارت لخوا په دغه لاره کې ملموس او ارزښتمن ګامونه اخیستل شوي.

په دوام کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین مهاجر فراهي یادونه وکړه چې اسلامي امارت څرنګه چې د هېواد د آزادۍ لپاره هېڅ ډول سرښندنې ندي سپمولې، اوس مهال به د هېواد د آبادۍ او پراختیا په لاره کې هم شپه او ورځ هڅې کوي.

همدارنګه د عوفي بهرام شرکت رئیس حاجي پهلوان د دغې پروژې په پانګونې د خوښي په څرګندولو سره ټينګار وکړ چې نوموړی شرکت د انرژي په پروژو باندې د پانګونې د غځولو دوام ته ژمن دی.

د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د اوبو او انرژي وزارت لخوا د عوفي بهرام خصوصي شرکت په پانګونې سره پلي کېږي.

د بتخاک نوي سب سټېشن د پروژې په پلي کولو سره په ټولیز ظرفیت د ۱۸۹ مېګا ولټ امپیر او له ارغندۍ سب سټېشن څخه د بتخاک تر نوي سب سټېشن پورې د ۲۲۰ کېلو ولټ لېږد مزي، د ترکمنستان ۵۰۰ کېلو ولټ لین څخه د انرژي لویه برخه جذب او د کابل د خلکو د برېښنا ستونزې به تر ډېره بریده حل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu