د بامیان پوهنتون او د پورتني کندز (بامیان) سیندیزې فرعي حوزې ریاست ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو.

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۶ - ۱۴:۴۱
1

د بامیانو پوهنتون او د بامیانو سیندیزې فرعي حوزې ریاست ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک د بامیان پوهنتون رئیس الحاج مفتي حضرت محمد برهاني او د بامیانو سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج ملا محمد داوود علي لخوا له کدرونو څخه د ښې استفادې او همکارۍ د تبادلې په موخه لاسلیک شو.

د نوموړې تفاهم نامې اصلي موخه علمي همکاري، څیړنه، د علمي کچې لوړول او پوهاوی، د مطالعاتو شریکول او خپرول، دوامداره پرمختګ او د چاپیریال څارنه ده.

د سیندیزې فرعي حوزې رئیس الحاج ملا محمد داوود علي د نوموړې تفاهم نامې لاسلیک مهم او ګټور وباله او ویې ویل، چې په لاسلیک سره به یې د پوهنتون علمي کادرونه به د اوبو د سرچینو د مدیریت په برخه کې نوموړې حوزه برخمنه کړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۱:۳۵
Background image

د اوبو او انرژي وزیر تخار ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۸:۵۸
Background image

لوګر سیندیزه فرعي حوزه کې د اوبو د تنظیم، ساتنې او د ځمکې لاندې اوبو د غیر قانوني را ایستلو د مخنیوي په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم قاري حجت الله زبیر تر مشري لاندې د ژورو څاګانو د کېندونکو او د برمو د مالکینو په شتون کې ترسره او پکې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې د کمېدو، د. . .

بیرته تګ

User account menu