د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د روان او راتلوونکي کال فعالیتونه او پلان د مشرانو جرګې استازو سره شریک کړ.
نن د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس انجنیر خان محمد تکل او د دغې ادارې یو شمېر مسؤلینو د ملي شورا مشرانو جرګې ته وغوښتل شوي وو تر څو د دغې ادارې د روان کال فعالیتونو او د راتلوونکي کال پلانونه د ولس استازو سره شریک کړي.
په پيل کې د مشرانو جرګې استازو په نوبت سره د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له عمومي رئيس ښاغلي تکل څخه د هېواد د اوبو مدیریت او په ځانګړي ډول د لویو، متوسطو او کوچنیو بندونو، کانالونو، کاریزونو، چکډم، ګبیوني او استنادي دېوالونو، د اوبو مثنوي تغذیې پروژو او په کابل او لویو ښارونو کې د ځمکې لاندې اوبو د سطحې کموالي په اړه خپلې پوښتنې مطرح کړې.
وروسته د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي تکل لومړی د ولس استازو په حضور کې د دغې ادارې پالیسي او سټراټيژي په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل او وروسته یې په نوبت سره د ولس درنو استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
ښاغلي تکل زیاته کړه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په ۱۳۹۹ کال کې خپله ۹۲ سلنه بودیجه په مصرف رسولې؛ اوسمهال په ۱۳ لوی بندونو کار روان دی چې کمال خان بشپړ شو، د شاه و عروس او شورابک چارې په بشپړېدو دي. د دې تر څنګ د کانالونو، کاریزونو، چکډم، ګبیوني او استنادي دېوالونو په سلګونو پروژو کار روان وو چې یو شمېر یې بشړې شوي؛ په ځينو یې کار روان دی او د ځينو یې چارې د سړې هوا له امله ځنډېدلي.
ښاغلي تکل زیاته کړه، څو ورځې وړاندې د شاتوت للندر بند د جوړولو قرارداد لاسلیک شو، د کندهار د دهله بند په ځينو برخو کار روان دی چې چارې به یې ګړندۍ شي؛ د کابل_ پنجشیر پایپ لین چارې به په ۱۴۰۰ کال کې پيل شي؛ د شاهي کانال چارې روانې دي او د ۴۴ نورو بندونو چارې به په ۱۴۰۰ کال کې پيل شي او د دې تر څنګ به د سلګونو پروژو چارې په ۱۴۰۰ کال کې پيل شي چې په خپل وخت او ښه کیفیت به چارې بشپړې شي او په زرګونو افغانانو ته به د کار زمینه مساعده شي.
په اخر کې د مشرانو جرګې لومړي نائيب محمد علیم ایزیدیار چې د جرګې مشرۍ یې کوله د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې کړنې وستائيلې او د ولس استازو په استازیتوب یې په راتلوونکې کې یې د هر ډول همکاري ډاډ ورکړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
