د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د اوبو تنظیم عمومي ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو ربعوار راپور ددې ادارې د رهبرۍ مقام په شتون کې وړاندې کړ.
د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د اوبو تنظیم عمومي ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو ربعوار راپور ددې ادارې د رهبرۍ مقام په شتون کې وړاندې کړ.
یاده غونډه د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې د هریرود مرغاب په تالار کې د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د یوې رسمي غونډې په جریان کې ددې ادارې لویو رئیسانو او مشاروینو په حضور کې، د اوبو چارو تنظیم ریاست په اډانه کې د شته ریاستونو او آمریتونو ربعوار راپور او لاسته راوړنې وڅارلې.
د اوبو چارو تنظیم ریاست رئیس انجنیر نعیم الله سالارزي او د یاد ریاست یو شمیر رئیسانو د یو پرزنټیشن په وړاندې کولو سره د ١٤٠٠ مالي کال د لومړۍ ربعې لاسته راوړنې او راپور په اړه مفصل توضیحات ورکړل.
په دې راپور کې د اوبولګولو او اوبو رسولو، د اوبو حق، د اوبو تخصیص او سرحدي اوبو په اړه د ١٤٠٠ کال د پلان د عمده فعالیتونو د اجراآتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
د اوبو چارو تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس انجنیر خان محمد تکل د اوبو چارو تنظیم ریاست راپور د کتنې پر وخت د هیواد د اوبو د تنظیم په لاره کې د یاد ریاست د فعالیتونو ارزښت او اهمیت ته اشاره وکړه او د هغې ریاست د چارو د لا غوراوي په خاطر یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
د یادونې وړ ده چې د دې ادارې ټول عمومي ریاستونه به په نوبت سره د ١٤٠٠ مالي کال لومړۍ ربعې راپورونه د خپلو پلانونو مطابق د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ حضور ته وړاندې کوي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
