د اوبو پراختیایی پروژې لپاره د پانګوونې پلان ترتیب کولو د دویمې ورځې پایلې

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۵ - ۱۲:۲۹
اخبار

د هیواد د فرعي سیندیزو حوزو کې د اوبو پراختیایی پروژو لپاره د پانګونې هراړخیزه پلان د جوړولو په موخه د عمومی او فرعی سیندیزو حوزو رییسانو په ګدون سره د سه شنبه په ورځ (د مرغومی ۳ مه نیټه) په اوبو او انرژي وزارت کې پیل شوی وه په دوهمه ورځ کې د کانالونو اطلاعاتی بانک، د سیندیزو فرعی حوزو د GIS ټکو تثبیت او جلا کولو په اړه د کاري گروپی په توګه ترسره شوه.

په اوبو چارو کې د اوبو او انرژي وزارت سلاکار ښاغلی انجنیر فرهاد نورزی د کانالونو نقشه چمتو کول او د اوبو پراختیایی پروژې لپاره د پانګوونې پلان برابرول څخه اطمینان وړ وبلل او زیاته کړه: د کانالونو اطلاعاتی بانک چمتو کول، د سیندیزو فرعی حوزو د GIS ټکو تثبیت او جلا کول او د روانو پروژو او د پلان شوی پروژو موقعیت تشخیصول د هغو موضوعاتو څخه دی چې تر دې دمه د کاري گروپی په توګه ترسره شوی.

د یادونې وړ ده چې د اوبو پراختیايي پروژو کې د پانګونې لپاره د هر اړخیز پلان رامنځته کولو په موخه د پنجشنبې ورځې پورې دا پروګرام دوام لري.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu