د اوبو نړیواله ورځ (اوبه د ټولو لپاره) په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه.

mew-admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱/۷ - ۸:۲۷
mew

د اوبو نړیواله ورځ ،هیڅوک وروسته پاتی نشی (اوبه د ټولو لپاره) تر عنوان لاندی د اوبو او انرژی په وزارت کې په شاندارو مراسمو ولمانځل شوه.
د اوبو او انرژی وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلی الماس زاخیلوال، د جمهوری ریاست مشاور ښاغلی یوسف پشتون، د کرهنی وزارت مرستیال ښاغلی حشمت الله غفوری، د احیا او انکشاف دهات وزارت مرستیال ښاغلی عیسی قدرت، د شهر سازی او اراضی وزارت د شهر سازی مرستیال ښاغلی محمد روشان ولس مل، د کابل پولی تخنیک رییس ښاغلی پوهنوال محمد سعید کاکړ، د محیط زیست د ملی حفاظت اداری مرستیال ښاغلی ادریس ملیار، د اوبو او انرژی وزارت رییسانو او کارکونکو په ګډون په لاره واچول شو.
په پیل کی د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد ګل خُلمی ، د ښه راغلاست په څنګ کی ګډونکونکو ته وویل: د اوبو د نړیوالی ورځ شعار چی هیڅوک وروسته پاتی نشی (اوبه د ټولو لپاره) ترعنوان لاندی او، د اوبو د کمښت او حتی د هغه د بحران ته د حل لار پیدا کول، د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت له لاری د ټولنی بیلابیلی اړتیاوی په پام نیول دی.
ښاغلی خُلمی ټینکار وکړ:د دی ورځی لا ډیر تمرکز د ملګرو ملتونو(SDGs) تر ٢٠٣٠میلادی کال د پایښت پراختیایی اهداف د ټولی نړۍ هیوادونو ته وه چی اساسی موخه یی د اوبو دوامداره مدیریت ته د لاس رسی ډاډ دی.ښاغلی خُلمی زیاته کړه: زموږ هیواد افغانستان ASDGs د پایښت د پراختیایی موخو په نوم بیلابیل پروګرامونه په لاره اچولی چی د اوبو او انرژی وزارت په شمول اداری او د اوبو بیلابیل سکټورونه، د پرمختیا دوام داره پروګرامونو ته د رسیدو لپاره چی د پایښت لرونکو اوبو ته د خلکو لاس رسی اساسی موخه ده او په پام کی یی نیولی ده.
ښاغلی خُلمی ټینګار وکړ: په حاضر حال کی د هیواد د اوبو قانون د نړیوال سیاست او پالسی په بنسټ او جامع مدیریت روش په پام کی نیولو سره د آبریز حوزی له لاری د ابو سرچینو یوه ټوټه، چی د هیواد اساسی قانون نهمه مادی په اساس، د اوبو سرچینو د پایښت لرونکی مدیریت او دهغی حفاظت تعقیب شوی او بیا کتنی لاندی دې
په دوام د آبیاری د کرهنی وزارت مرستیال ښاغلی حشمت الله غفوری، د شهر سازی او اراضۍ وزارت د شهرسازی مرستیال ښاغلی محمد روشان ولس مل، د کابل د پولی تخنیک رییس ښاغلی پوهنوال سعید کاکړ او د محیط زیست د ملی حفاظت اداری مرستیال ښاغلی ادریس ملیار، په داسی حال کی چی د مراسمو لپاره یی د ستاینی څرګندونه وکړه د دی اړینی ورځی په اړه یی خبری وکړی او اړونده اداراتو تر منځ په همغږی ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۱۲هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۷ هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۸:۳۹
Background image

د اوبو او انرژي وزارت په رهبري ناسته کې پر یو شمېر اړینو موضوعاتو باندې خبرې وشوې

۱۴۴۸/۱/۷/هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲ هـ ش

د اوبو او انرژي وزارت د رهبري ناسته د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب تر رهبري لاندې د وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن. . .

بیرته تګ

User account menu