د اوبو معینیت په اونیزه تخنیکي ناسته کې د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړونو عمومي ریاست د فعالیتونو راپور و ارزول شو

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۳:۳۸
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت  د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په بهیر کې، د اوبو تاسیساتو د انجنیري چوپړونو عمومي ریاست د ۱۴۰۲کال د فعالیتونو راپور او د ۱۴۰۳ کال کاري پلان و ارزول شو او د اجراآتو د څرنګوالي او د شته ننګونو د هوارولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو محترم معین د نوموړي راپور تر ارزولو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د ستونزو د هوارولو او د چارو د غوره ترسره کولو په هکله اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu