د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د یاد معینیت د تخنیکی موضوعاتو په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۱۴:۱۴
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون د یاد معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د کابل ښار ښاریانو ته د څښاک اوبو رسولو په موخه د شاه او عروس بند د اوبو رسولو پروژې، د اوبو چارو تنظیم عمومي ریاست د نوم ترڅنګ د ځمکې لاندې اوبو ریاست اضافه کول او نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه چې د یادې موضوع په هکله د اوبو ښاغلي معین اړونده مسئولینو ته د چارو د لا غوره ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین پر مسئولیت منلو، ژمنتیا او وفاداري باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې موږ به په دولتي اداراتو کې د کارکولو په هره شیبه کې هېوادوالو ته ددوی د حقه حقوقو د احقاق په هکله ځواب ورکوونکي و اوسو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu