د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۳:۲۳
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخینکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو د تنظیم عمومي ریاست د خپل چتر لاندې ریاستونو یو کلن فعالیتونه او کړنې وړاندې کړل او همدارنګه یې د خپلو راتلونکو یو کلن کاري پلانونو په هکله  توضحیات ورکړل.

د ناستې په بهیر کې، د اوبو د څاګانو د کیندنې قانوني کېدو او د اوبو رسولو په شرکتونو کې د واورې او باران اوبو د راټولو لپاره د جذبي څاګانو د کیندلو د تطبیق په هکله هم بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو محترم معین د اوبو د تنظیم د عمومي ریاست د کړنو او پلانونو د راپور تر اورېدلو وروسته، په پلازمینه او ولایتونو کې د اوبو د غوره تنظیم په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۲۳
Background image

پکتیا ولایت کې د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې ریاست سلاکار محترم انجنیر فضل الرحیم رحیمي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پکتیا ولایت د روحاني بابا ولسوالي اړوند د شاهي کوټ سورکي چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

بیرته تګ

User account menu