د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۴:۲۲
`

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د ټولو رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر کارپوهانو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو لکه د چارو د غوره والي په موخه د مرکزي او ولایتي ریاستونو ترمنځ د لا زیاتو همغږیو، په ولایتونو کې د چکډمونو پروژو د پرمختګ او د پلي کولو کیفیت د وضعیت او د اوبو سکتور اړوند یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې رئیسانو خپل راپورونه او اندونه وړاندې کړل او وروسته د اوبو معین د چارو د انسجام او غوره ترسره کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu