د اوبو معلوماتي ملي سیسټم د چارو پيشرفت او همغږۍ په موخه جلسه تر سره شوه.

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۱۲:۴۷
444

د اوبو معلوماتي ملي سیسټم د چارو پيشرفت او همغږۍ په موخه جلسه تر سره شوه.

Afghanistan National Water Information System (ANWIS) progress meeting

دغه جلسه د اوبو معلوماتي ملي سیسټم د چارو پرمختګ، د چارو بررسي او د پروژې ANWIS د تېرو څلورو میاشتو اجرااتو او ارزیابي په موخه انلاین جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ او د اوبو سرچینو عمومي رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي، د ANWIS پروژې سرټيم ډاکټر وحید شهریار، متخصیصینو، داخلي او بهرنیو سلاکارانو په شتون کې تر سره شوه.

په دغه جلسه کې د برنامې سرټيم ډاکټر وحید او د سیسټم جوړونې ارشد متخصص ښاغلي پيټر لخوا د چارو نوعیت او د تر سره شویو فعالیتونو په اړه جلا جلا پرزنټېشنونه وړاندې شول.

ښاغلي انجنیر احمد بصیري د مننې تر څنګ د اسټرالیا هېواد د تر سره شویو تخنیکي فعالیتونه مثبت او پرځای ارزیابي کړل او د اوبو معلوماتي ملي سیسټم یې د هېواد د اوبو مدیریت لپاره اساسي لومړیتوب یاد کړ او د نورو ملي او نړیوالو سازمانونو سره یې په همغږۍ ټينګار وکړ.

تر څنګ یې د دواړو طرفو مسؤلینو او متخصیصینو د اوبو معلوماتي ملي سیسټم د غنامندۍ او پراختیا لپاره د نظرونو تبادله وکړه او د راتلوونکو پلانونو په اړه تصامیم ونیول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu