د اوبو مدیریت او په ځانګړي ډول د کمال خان بند پرانیستې په موخه خبري کنفرانس.
دغه کنفرانس د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د دغې ادارې د تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په شتون کې چې د دغې ادارې مرکزي رئيسانو په شتون کې د حکومت د رسنیو مرکز کې تر سره شو.
په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري د هېواد د اوبو مدیریت او په ټوله کې د کمال خان بند د پرانیستې په موخه د رسنیو په حضور کې معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي بصیري په خپلو خبرو کې وویل: "په ۱۳۹۹ کال کې د ۱۳ لویو بندونو څخه ۳ بندونه د اوبو ذخیره کولو ته امده شوي چې د هغو له جملې څخه کمال خان بند به د وري میاشتې په ۴ نېټه افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي”.
په عین حال کې د کابل سیندیزې عمومي حوزې رئيس فومن فروغ د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو وضعیت او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د هغه مدیریت په اړه خبرې وکړې.
همدارنګه د اوبو سرچینو عمومي رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د کمال خان بند د پرانیستې جشن د تر سره شویو فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او همدارنګه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مسؤلینو لخوا د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
