د اوبو لګولو د بیا رغونې او پراختیایی پروژې په اړه دوه ورځنی ورکشاپ.

mew-admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۷ - ۸:۵۳
اخبار

د اوبو لګولو د بیا رغونې او پراختیایی پروژې(د ترسره شوی فعالیتونو او راتلونکو پلانونو بیاکتنه) په اړه دوه ورځنی ورکشاپ په اوبو او انرژۍ وزارت کې ترسره شوه
انجنیر سید شریف شبیر د انرژی او اوبو وزارت مشاور د دغی ورکشاپ موخه یی د IRDP پروژې د تیرو شپږو میاشتو د فعالیتونو ارزونه او د غی پروژې راتلونکي پلانونو بیاکتنه وباله او ویی ویل: موږ په تیرو شپږو میاشتو کې د ځینې پروژو په پلي کولو کې ځینې پرمختګونو او نیمګړتیاو درلود چی به پدې دوو ورځو کې به هغوی ته بیا کتنه وکړو.
ورسته د اوبو او انرژۍ وزارت د پروژو د انسجام ریاست سرپرست ښاغلی انجنیر غلام محمد عارفی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د پروژو د انسجام ریاست پدې توانیدلی دی چې په تیرو شپږو میاشتو کې د پروژو د پلي کولو په اړه اغیزمن چاری ترسره وکرئ د دغو پروژو چارواکو هڅو د ستاینې وړ دي. همدارنګه ښاغلی عارفی د دغه پروګرام د موخه په اړه وویل: پدې ورکشاپ کې موږ به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د چاری د دوام لپاره خپلو کمزورتیاوو او ځواکونو پیژنو؛ خپل مثبت ټکي ته پراختیا ورکوو او په ځینو برخو کې چی نیمګړتیاو ولرو به اصلاح کوو.
ښاغلی عارفی په پای کی په ولایتونو کی د دغی پروژې د چارواکو د لا هڅو په ټینګار وویل: "موږ په داسې شرایطو کې يو چی بايد د پخوا په پرتله کار ته ډېره پاملرنه وکړو." د شپږ زونونو د پروژو د انسجام ریاست چارواکو د پریزتیشنونو د وړاندې کولو ترڅنګ په تیرو شپږو میاشتو کې د خپلو پروژو د وضعیت څخه او د ځینو پروژو چی ستونزو سره مخامخ دی، راپور ورکړل. د شپږ زونونو د پروژو د انسجام ریاست چارواکو امنیتي ستونزې، د ودانیزو شرکتونو کم کاري او د زورمندو کسانو مداخلو یو لویې ننګونو دی چی ځینو پروژو د پلی کولو په برخه کی سره مخامخ دی.
په دویمه ورځ ښاغلی محمد تکل د انرژی او بو وزارت د اوبو معین د پروګرام په لنډیز کی د همکارانو د پراخ ګ‌ډون نه مننه وکړه او وویل د IRDP پروژه یو د مهم او کامیاب پروژو څخه ده چی د انرژی او اوبو وزارت لخوا پلی کیږی او دا ټول ستاسو ښاغلو د زیار او کو ښښ نتیجه ده. ښاغلی تکل د ګډونوالو د قدردانی سره سره زیاته کړه چی راتلونکی شپږمیاشت مونږ باید د هر وخت نه ډیر زیار وباسو ترڅو دغه پروژه په بریا سره پای ته ورسو.
ښاغلی تکل د زونونو د ستونزو په هکله وویل: مونږ به ستاسو د ستونزو د حل لپاره به له هری ممکنه لاری کار وخلو ترڅو ستاسو ستونزی حلی شی او که چیری ضرورت وی نو تاسی کولی شی شخصا ماسره اړیکی ټینګی کړی.
د یادونی وړ دی چی د ورکشاپ په دویم ورځ جندر اړوند ښځینه کارکونکو ته تقدیرنامی ورکړل شوی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو سرچینو د ټاکلو په موخه جیوفزیکي څیړنې او هایدروجیولوجیکي لومړنۍ سروې ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د ترنک قلات سېندیزې فرعي حوزې ریاست په همغږي سره په زابل ولایت کې د بیرته راستنیدونکو ښارګوټي کې د څښاک اوبو د سرچینو د ټاکلو او تثبیت په موخه جیوفزیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۵۴
Background image

غزني ولایت کې ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول

د غزني ولایت د قره باغ ولسوالي د شیر آباد کلي اوسېدونکو ته د ناکو او مڼو ۸ زره اصله نیالګي ووېشل شول.

دغه نیالګي د اېف، اې، او مؤسسې له لوري د غزني سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر څارنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

بیرته تګ

User account menu