د اوبو د چارو د تنظیم په ملي اداره کې د ځمکې لاندې اوبو مدیریت د مقررې مسودې

mew-admin
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۲۳:۱۶
92

د اوبو د چارو د تنظیم په ملي اداره کې د ځمکې لاندې اوبو مدیریت د مقررې مسودې نهایي کولو په موخه د همغږۍ ناسته

دغه جلسه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د تخنیکي مرستيال انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ؛ د دغې ادارې يو شمېر رئيسانو، د کرنې وزارت، ښار جوړونې او ځمکو وزارت، حج او اوقافو وزارت، کابل ښاروالۍ، نورم او سټنډرډ ادارې او يو شمېر نورو اړونده ادارو استازو ګډون درولود، د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره شوه.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصيري د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو ورځني استعمال يوه اساسي موضوع یاده کړه او له اړونده ادارو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د هغه مديريت ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي بصیري د ځمکې لاندې اوبو د مدیریت مقررې د څرنګوالي په اړه لازم هدایت وړاندې کړل او وې ویل" په مقرره کې د اوبو تدابیرو موضوعات، د ښارونو پېژندنه، تخصص، خصوصي سکټور، د ادارو دندې او د تطبیق مېکانیزم باید په مشخص او واضح ډول تعریف شي"

په ورته وخت کې د اوبو د پالیسي رئيس انجنیر میرویس میرزاد لخوا د يو پرزينټېشن په واسطه ټولو ګډونوالو ته د ځمکې لاندې اوبو مدیریت د مقررې مسوده وړاندې شوه چې په اړه یې خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu