د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې د اجراآتو ارزونې نوي میتود په اړه د عامه پوهاي ناسته ترسره شوه.

MEW-Media
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۶ - ۱۵:۱۹
55

دغه تعلیمي برنامه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست لخوا او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په مرسته د ارزیابي نوي طرزالعمل او د نوي فورم لارښوونو په اړه کار کوونکو ته د عامه پوهاوي په موخه تر سره شوه.

دغه برنامه چې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د مالي او اداري عمومي رئيس احمد رشاد حکیم، د پلان، پالیسي او نظارت عمومي رئيس ډاکټر حسیب پایاب، د بشري سرچینو رئيس سید داود فضلي، د برنامو د انسجام رئيس رفیع الله ستانکزي او د دغې ادارې یو شمېر رئيسانو په شتون کې جوړه شوې وه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ډير شمېر کار کوونکو ګډون کړی وو.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو رئيس ښاغلي سید داود فضلي د اجراآتو ارزیابي په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د کارکوونکو پلان جوړولو ته په ټينګار یې د دغه برنامې جوړول د چارو ښه تر سره کېدو لپاره خورا ګټوره یاده کړه.

په عین حال کې د مالي او اداي لوی ښاغلي رئيس احمد رشاد حکیم د دغې برنامې جوړولو قدرداني تر څنګ په اداره کې د اجراآتو ارزیابي ارزښت په اړه خبرې وکړې او د دومداره نظارت له طریقه د کار کوونکو دومدارې ارزیابي او د ارزیابي نتایجو په بیا کتنه یې ټينګار وکړ.

په دوام یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د بشري سرچینو مسؤلینو او د اداري اصلاحاتو کمېسیون کارشناسانو د اجراآتو ارزیابي نوي طرزالعمل باندې خبرې وکړې او کارکوونکو ته یې د اجراآتو ارزیابي نوې طریقې په اړه زده کړې ورکړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۴۸
Background image

د آمو سیند تحکیماتو رئیس د عمري قول اردو له قومندان سره ولیدل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس الحاج مولوي وکیل احمد نقي د ۲۱۷ عمري قول اردو له قومندان الحاج ملا شرف ‌الدین تقي سره لیدنه وکړه.

په ناسته کې د ماورای کوکچه سرحدي ولسوالیو د بیړنیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۸
Background image

سلطان بند د حفظ ‌او مراقبت پروژې چارې ٪۳۴ پرمخ تللې دي. 

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم غزني ولایت  ته د سفر پر مهال، د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم په ملتیا، د سلطان بند د حفظ‌  او مراقبت  پروژې له روانو چارو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۹:۴۳
Background image

خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس د یونسکو له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئیس مولوي عبدالقیوم ثابت د یونسکو له مسؤلینو سره وکتل. 

یاده ناسته د کاریزونو د پاک‌ کاري د پروژو د ارزونې په موخه ترسره شوه. 

خوست ولایت د اوبو او. . .

بیرته تګ

User account menu