د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې په اړه د ولسي جرګې باور!
د ولسي جرګې د طبعي سرچینو او چاپېریال ساتنې کمېسیون د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې له مشرتابه سره له لیدنې وروسته ددغې ادارې کړنې وستايلې.
د دغه کمېسیون رئيس جاوید جیحون وویل د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره په هېواد کې یو له هغو ادارو څخه یاده کړه چې کارونه یې سټنډرډ او متوازنې پراختیا ته ژمنه ده، او تل یې هڅه کړې د هېواد سرلوړئ لپاره کار وکړي.
