د اوبو او برېښنا په برخه کې د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسود ولسوالي د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو له معین سره شریک شول

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۳:۴۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د میدان وردګ ولایت د اوبو او انرژي له رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او د دغه ولایت د دوهمې حصې بهسود له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت د اوبو او انرژي رئيس او د دوهمې حصې بهسود ولسوالي علماوو او قومي مشرانو د اوبو او برېښنا په برخه کې د دغې ولسوالي د خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو له محترم معین سره شریک کړل او  د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.

د اوبو محترم معین په دغه لیدنه کې د هېواد اوبو مدیریت ته په اشارې سره وویل، چې دغه وزارت د هېواد د اوبو مدیریت ته ژمن دی او په دې برخه کې نه‌ستړي‌کیدونکې هڅې کوي. هغه زیاته کړه، چې متوازنې پراختیا او  شته امکاناتو ته په کتو سره به د اوبو او برېښنا په برخه کې  د نوموړي ولسوالي د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu