د اوبو او برېښنا په برخه کې د غور ولایت د خلکو ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې شوې

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۲۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د غور د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم ملا رحمت الله اماني سره وکتل او د اوبو او برېښنا په برخه کې د غور ولایت د خلکو د ستونزو په هکله خبرې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د غور د سیندیزې فرعي حوزې رئيس د برېښنا رسونې پروژو، په مرغاب ولسوالي کې د شورابه بند د جوړولو، د غور ولایت په مرکز کې د لمریزې برېښنا او نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه د نوموړې حوزې له رئيس سره د متوازنې پراختیا او شته امکاناتو ته په کتو د همکاري ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu