د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال د هلمند ولایت والي او د هلمند سیندیزی فرعی حوزی رییس سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۹:۵۳
اخبار

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال ښاغلی انجنیر خان محمد تکل د هلمند ولایت والي تورن جنرال محمد یاسین او د هلمند سیندیزی فرعی حوزی رییس انجنیر محمد انور ذهین او د هلمند ولایت د سکتور نورو رئیسانو سره د غبرګولي په ۲۰ مه د دوشنبې په ورځ وکتل او په هلمند ولایت کې د اوبو مدیریت او کنټرول پروژې پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنې کې د اوبو مرستیال په هلمند ولایت کې د اوبو او انرژۍ وزارت د روانو پروژو څخه یادونه وکړه او په هلمند کې د نړیوال بانک په همکارۍ د څلور تحکیماتی پروژې، د کارېز سربند او د بګت کانال څخه خبر ورکړ.
د هلمند ولایت والي پدې ولايت کې د پراختيايي پروژو د پلي کیدو څخه د اوبو او انرژۍ وزارت له مشرتابه څخه مننه وكړه او د کارېز کانال سربند جوړولو پروژه، په نهرسراج ولسوالۍ کې د ۲۹۴ مترو په اوږدوالی استنادی دېوال جوړولو پروژه، په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۶۸۰ مترو په اوږدوالی استنادی دېوال جوړولو پروژه او د درویشان کانال بیا رغونه پروژه، د ناوه ولسوالۍ په نگارین او گوهرگین کلیو کې د ۶۷۰ مترو په اوږدوالی استنادی دېوال جوړولو پروژه او د لشکرګاه ښار په بولان سیمه کې د ۴۲۰ مترو په اوږدوالی استنادی دېوال جوړولو پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت ته وړاندیز وکړ ترڅو د دې وزارت په ۱۳۹۹ کال مالي پلان کې شامل شی.
دا په داسي حال کی دی چی په لومړي پړاو کې د گبیونی ۱۲ پروژې او دوهم پړاو کې د گبیونی ۸ پروژې د روان کال د اوبو او انرژۍ وزارت لخوا هلمند ولایت ته ځانګړې شوې وه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu