د اوبو او انرژی سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور د پکتیکا ولایت لۀ یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۶ - ۱۱:۹
1

د ا.ا.ا د اوبو اوانرژی سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف منصور په داسې حال کي چي د وزارت مالي او اداري عمومی رئیس حاجی محمد الدین نیازی هم حاضر وو، د ناستو پۀ تالار کې د پکیتکا ولایت لۀ یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د دې ناستې په سرکې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست ښاغلي منصور لومړی دوی ته ښۀ راغلاست ووایۀ او د دوی له راتګ څخه یې مننه وکړه.

 ورپسې یادو قومي مخورو د اوبو او برېښنا پۀ برخه کې د خپل ولایت ستونزې او نظرونه د اوبو او انرژي وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

 ښاغلي وزیر د دوی د ستونزو او نظرونو تر اورېدو وروسته دوی ته ډاډ ورکړ چې شرائطو او امکاناتو ته پۀ کتو به د دوی د ستونزو د حل پۀ برخه کې اړونده ادارو ته لازم هدایات ورکړي تر څو د دوۍ ستونزې حل شي، ناسته د یوې دعائیی په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu