د اوبو او انرژي وزیر کندهار ولایت ته سفر وکړ

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۱:۳۲
1

25 رمضان 1447 هـ ق

23 حوت 1404 هـ ل

د کندهار ولایت دهلې بند ارتفاع د کابو ۱۳ متره په اندازه د لوړولو د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې د امیر المومنین حفظه الله د حکم پر بنسټ، د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د وزارت د انجنیري چوپړتیاوو عمومي رئيس محترم انجنیر اسدالله عمار او  د کندهار سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او ورسره مل ټیم په شتون کې په عملي توګه په سیمه کې پیل شوه.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړي بند د تخنیکي مطالعاتو لومړنۍ سروې چارو تر بشپړېدو وروسته، د ډیزاین چارې هم ډېر ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده، چې د دهلې بند د کندهار ولایت د ښار په ګډون د اوو ولسوالیو د کرنیزو اوبو اړتیاوې چمتو کوي، چې د بند ظرفیت د بند په کاسه کې د رسوباتو د راټولېدو له کبله کم شوی چې د بند په لوړولو سره به د کندهار ولایت د ښار په ګډون د اوو ولسوالیو د اوبو ستونزې هوارې او د حاصلاتو په کچه کې زیاتوالی راشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu