د اوبو او انرژي وزیر د میدان وردګ ولایت د چک، سید آباد او سالار کلا ولسوالیو له مشرانو سره د اوبو او انرژي پروژو د پلي کولو په هکله لیدنه او خبرې، اترې وکړې

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۶:۳۵
۱

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د میدان وردګ ولایت د چک، سید آباد او سالار کلا ولسوالیو د مشرانو او مخورو له یوې ډلې سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړي ولایت مشرانو په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د پراختیا په برخه کې د اوبو او انرژي وزارت د هڅو د ستایلو ترڅنګ، د اوبو بندونو د جوړولو، د اوبیزو سرچینو د مدیریت او برېښنا رسونې په برخه کې د هغه ولایت د خلکو ستونزې او اړتیاوې د وزارت له رهبري سره شریکې کړې.

هغوی ټینګار وکړ، چې میدان وردګ ولایت د پراخو طبیعي وړتیاوو په درلودلو سره، بیا هم د برېښنا انرژي او سطحي اوبو د کنټرولولو په برخو کې له جدي ستونزو سره مخ دی او هر اړخیزې پاملرنې ته اړتیا لري.

د اوبو او انرژي وزیر د میدان وردګ ولایت د مشرانو د خبرو او وړاندیزونو تر اورېدلو وروسته، ډاډ ورکړ چې د وزارت رهبري به د هغه ولایت د خلکو وړاندیزونو او غوښتنو ته پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه، چې د اوبو او انرژي وزارت به د شته امکاناتو او متوازنې پراختیا برنامو په پام کې نیولو سره په میدان وردګ ولایت کې د اوبو بندونو د جوړولو، د برېښنا رسونې شبکو د پراختیا او د اوبو سرچینو د اغېزمن مدیریت پروژو د پلي کولو لپاره عملي اقدامات تر لاس لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

بیرته تګ

User account menu