د اوبو او انرژي وزیر دهرات برېښنا حوزوي ریاست څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۰:۵۶
22/4/1443

 

د ا.ا.ا داوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم ملا عبداللطیف " منصور" او ورسره مل پلاوي پرون یک شنبه، دلیندۍ دمیاشتې پۀ ۶ نېټه دهرات برېښنا حوزوي ریاست څخه لیدنه وکړه.

 نوموړي پۀ دې لیدنه کې دهرات برېښنا حوزوي سرپرست رئیس ښاغلي ملا خیر محمد معراج او د نوموړي لۀ مرستیالانو سره دیاد ریاست اړوند چارو او مسئولیتونو پۀ هکله خبرې وکړې.

ښاغلي وزیر لۀ مسئولینو سره دخبرو پۀ ترڅ کې هغوی ته داداري چارو پۀ ښۀ ډول ترسره کولو او دهرات درنو ښاریانو ته دښو خدماتو وړاندې کولو پۀ اړه لازمې لار ښوونې وکړې.

دغه راز د یاد ریاست مسئولینو د ا.ا.ا داصولو او هدایاتو پۀ رڼا کې پۀ خپلو دندو کې داخلاص او صداقت ژمنه وکړه.

غونډه دمحترم وزیر صاحب لۀ خوا دیاد ریاست کارمندانو ته پخپلو کارونو کې دبریالیتوب پۀ دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۴
Background image

په ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۴/۱۸ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۹ هـ.ل

د هلمند سیندیزې عمومي حوزې ریاست او د ارزګان سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

بیرته تګ

User account menu