د اوبو او انرژي وزرات ستر سلاکار د جینیوا واټر هب له استازي او مل پلاوي سره وکتل

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۶:۵۶
1

د اوبو او انرژي وزارت د مقام ستر سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم د جینیوا واټر هب له استازي مارک زیتون او مل پلاوي سره چې په ترکیب کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د اداري غړي هم شامل وو، وکتل او په افغانستان کې یې د اوبو  او انرژي اړوند او د دغه وزارت د کارمندانو د مسلکي وړتیا لوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د وزارت سلاکار د نوموړي بنسټ استازي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان د اوبو اړتیاوې تشریح کړې او زیاته یې کړه، چې اوسمهال په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او مناسب فرصت رامنځته شوی دی، چې نړیوالې ادارې په ځانګړې توګه د اوبو په برخه کې فعالې بشرپاله ادارې او نړیواله ټولنه د افغانستان د اوبو او انرژي وزارت سره د اوبو د مدیریت په برخه کې اړینه همکاري وکړي.

ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم په دغه لیدنه کې د جینیوا واټر هب بنسټ او نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې له دغه  وزارت سره د کارمندانو د مسلکي وړتیا لوړولو، تخنیکي، حقوقي او هایدروپولیتیکي برخو کې همکاري وکړي.

په ورته مهال، د جینیوا واټر هب استازي ژمنه وکړه، چې د اوبو او انرژي له وزارت سره به د خپلې ادارې امکاناتو ته په کتو سره اړینه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۴۴
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۴/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۲۴ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د دوهمې حصې بهسودو ولسوالي اړوند په دامن خلیل کلي کې د اوبو یوه ذخیروي بند د جوړولو چارې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

یاد. . .

بیرته تګ

User account menu