د اوبو او انرژي وزارت په رهبري غونډه کې د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تشکیل، مالي او تدارکاتي ستونزو لپاره د مناسبې حل لارې موندلو  او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله خبرې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۶:۱۱
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور تر رهبري لاندې د دغه وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده،سلاکارانو ، عمومي رئيسانو، رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د وزارت د تشکیل د معیاري کولو، د روان کال د بودجې په سم ډول مصرفولو، د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تشکیل د غوره ترتیبولو، د  مالي او تدارکاتي ستونزو لپاره د مناسبې حل لارې موندلو  او یو شمېر نورو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې رئيسانو د نوموړو موضوعاتو په هکله خپل وړاندیزونه او اندونه وړاندې کړل او اړین تصمیمونه ونیول شول.

همدغه راز، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر اړوندو رئیسانو او مسؤلینو ته  د تشکیل د معیاري کولو او  د راتلونکي کال د تشکیل د غوره ترتیبولو او د مالي او تدارکاتي ستونزو لپاره د مناسبې حل لارې په هکله اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu