د اوبو او انرژي وزارت مقام د ودانۍ مخې ته د حوضونو د بیارغونې چارې پیل شوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۶:۱۴
1

د اوبو او انرژي وزارت مقام د ودانۍ مخې ته د حوضونو د بیارغونې چارې  د اوبو او انرژي وزارت د اداري رئيس محترم مفتي حکمت الله جمال، د حفظ او مراقبت آمر محترم فضل الرحمن او د اداري ریاست د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د اوبو او انرژي وزارت اداري رئيس د وزارت د انګړ او ودانۍ حفظ او مراقبت ته پر پاملرنې باندې ټینګار وکړ او همدارنګه یې له قراردادي مسؤل څخه وغوښتل چې د حوضونو د ترمیم او بیارغونې چارې په ښه کیفیت ترسره کړي.

د یادونې وړده، چې د دغې پروژې پلي کول د اجمل ایوبي شرکت سره د څه باندې دوه سوه زره افغانیو په لګښت قرارداد شوی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۳:۵۷
Background image

سمنگان ولایت د دره‌ صوف بالا او دره ‌صوف پایین ولسوالیو کې د کشکک او چله ‌مزار کانالونو د پروژو د کار له جریان څخه څارنه ترسره شوه

د یادې پروژې چارې شاوخوا ۵ سلنه پرمخ تللي او د پروژې په ځینو برخو کې د ۲۸۰ مترو په اوږدوالي کانکریټ اچونه ترسره شوې ده.

د کشکک او چله‌ مزار کانالونو پروژې چارې په ټولیز ډول د ۴ کیلومتر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۱:۲۴
Background image

لغمان ولایت قرغیو ولسوالي اړوند د عزیزخان کڅ بولډروال جوړونې پروژې چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي د تخنیکي ټیم په ملتیا د پروژې له روانو چارو څخه نظارت او ارزونه وکړه. د لیدنې پر مهال د پروژې کیفیت، تخنیکي معیارونه او د کار پرمختګ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۹:۱۸
Background image

پکتیکا کې له لسو کلونو وروسته وچ کاریز بېرته فعال شو.

پکتیکا ولایت د ګومل ـ پکتیکا فرعي سیندیزې حوزې مسؤلین وایي، د یوسف‌خېلو ولسوالي د خیربین سیمې «ګاري کاریز» چې له تېرو لسو کلونو راهیسې وچ شوی وو،  په سیمه کې د وهل شوو برمو د بندولو له. . .

بیرته تګ

User account menu