د اوبو او انرژي وزارت له کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد ریاست د تدریسي نصاب آزموینه واخیستل شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۵:۵
1

یاد پروګرام د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی "ثاني"،  د دعوت او ارشاد لوی رئيس ښاغلي شیخ القرآن و الحدیث مولوي محمد هاشم " شهید ورور" د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن "عارف" په شتون کې د دې وزارت د ټولو کارمندانو په ګډون ترسره شو.

په یاد پروګرام کې، ښاغلي ملا محمد عیسی "ثاني" په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت  د افغانستان د خلکو لپاره د الهي سترو نعمتونو څخه یو نعمت وګاڼه او ټنیګار یې وکړ، چې پر هر مسلمان باندې لازمه ده چې دیني احکام زده او په خپل ژوند کې یې عملي کړې او د خپل دنیوي چارو پرمخ وړلو ترڅنګ، د خپل آخرت لپاره هم کار وکړي.

په ورته مهال، ښاغلي شیخ القرآن و الحدیث مولوي محمد هاشم"شهید ورور" ټول کارمندان د اسلام مقدس دین د احکامو زده کړې ته وهڅول او ټینګار یې وکړ چې زمونږ تر ټولو اړین مسؤلیت د قرآن کریم او د اسلام مقدس دین د احکامو زده کړه ده.

د دعوت او ارشاد عمومي رئیس د اسلامي احکامو زده کړه او په هغوی سره عمل کول فرض عین یاد کړل او له ټولو کارمندانو څخه یې و غوښتل چې د اسلام مقدس دین د شریعت سره سم عمل وکړي.

همدارنګه په دې پروګرام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف د دعوت او ارشاد ریاست تر ټولو اړینو رسالتونو څخه د کارمندانو معنوي ارتقا او د دیني زده کړو د سطحې لوړول وګڼل او د یاد ریاست تدریسي نصاب یې د ټولو کارمندانو لپاره اړین او رزښتناک و باله.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu