د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د څو ولایتونو له مشرانو او ځوانانو سره وکتل

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۸ - ۱۳:۲۳
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د کابل، لغمان، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، لوګر او میدان وردګ ولایتونو له یو شمېر مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، مشرانو او ځوانانو د خپلو  خلکو ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړل او د اسلامي نظام د پياوړتیا په برخه کې یې د همکاري او ملاتړ ژمنه وکړه.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یادو ولایتونو مشران او ځوانان یووالي ته وهڅول او ټینګار یې وکړ، چې د متوازنې پراختیا اصل په پام کې نیولو سره به د یادو ولایتونو ستونزو او غوښتنو ته رسیدګي وشي.

همدارنګه ښاغلي منصور په یاده لیدنه کې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان د خلکو رښتینې خادمین وبلل او څرګنده يې کړه چې یاد مسؤلین د خلکو د هوساینې او د هېواد د آبادي لپاره به شپه او ورځ هڅې  وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu