د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د عزیزي بانک له اجرائیوي رئيس سره د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه وکتل

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۶ - ۱۱:۲۵
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د عزیزي بانک له اجرائیوي رئيس ښاغلي فریداحمد شیرزاد سره وکتل.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت او عزیزي بانک ترمنځ د ګډو همکاريو او همغږیو په هکله بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د عزیزي بانک مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره د لیدنې په بهیر کې د برېښنا بل د راټولولو او د دې وزارت د نورو مالي چارو اړوند خدمتونو کې د لازمو آسانتیاوو په رامنځته کولو کې د همکاري ژمنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر له دې وزارت سره د یاد بانک له دوامداره همکاریو څخه مننه وکړه او د دې همکاریو د لا پياوړتیا او دوام لپاره یې پر لا زیاتې همغږي باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu