د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې پکتیکا ولایت ته سفر وکړ
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې پکتیکا ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له والي ښاغلي عبدالله مختار، د ګوملې سیندیزې حوزې رئیس او د هغه ولایت له یو شمېر مشرانو سره یې وکتل او د پلتو بند څخه یې هم لیدنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت له والي سره په لیدنه کې د وروستۍ طبیعي پیښو له امله چې د هغه ولایت خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي خواخوږي څرګنده کړه او والی ته یې لارښوونه وکړه چې د طبیعي پيښو په وړاندې د آسیب پذیرو لسوالیو خلکو ته د ولایت په مرکز کې د استوګني ځای برابر کړي؛ ترڅو د طبیعي پيښو په وړاندې د آسیب پذیرو ولسوالیو خلک د طبیعي پيښو د احتمالي زیانونو څخه په امان کې پاتې شي.
په یاد سفر کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ګوملې سیندیزې حوزې له رئيس او کارمندانو سره وکتل او هغوی خپلې ستونزې او وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړل او د وزارت له مقام څخه یې د خپلو ستونزو د هوارولو غوښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ګوملې سیندیزې حوزې رئيس ته ډاډ ورکړ چې ډېر ژر به د دوی ستونزو او وړاندیزونو ته به د وزارت د تګلارو، بودجې او متوازنې پراختیا اصل په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.
له بلې خوا، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دې سفر کې د پکتیکا ولایت له یو شمېر قومي مشرانو سره هم وکتل او هغوی د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه په یاد ولایت کې د هغو بندونو چې سروې يې ترسره د پاملرنې او د برېښنا د شبکو د پراختیا غو ښتنه وکړه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د پکتیکا ولایت مشرانو سره د وزارت د تګلارو، شته امکاناتو او د متوازنې پراختیا اصل په پام کې نیولو سره د همکاري ژمنه وکړه.
