د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد د صنعت کارانو او خپلواکو سوداګرو د ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۱۴:۴۲
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په فتر کې د ترکیې هېواد د صنعت کارانو او خپلواکو سوداګرو د ټولنې له یو شمېر غړو سره وکتل او د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو باندې د پانګونې په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د افغانستان او ترکیې هېواد ګډو دیني او فرهنګي حسنه اړیکو ته اشاره وکړه او په افغانستان کې یې د یادې ټولنې د پانګونې له لېوالتیا څخه هرکلی وکړ.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکیې هېواد پانګوالو ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال د افغانستان اسلامي امارت له خوا د پانګونې په پروسه کې اړینې آسانتیاوي ترسره شوې او په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه برابره شوې ده.

په ورته مهال، د ترکیې هېواد د صنعت کارانو او خپلواکو سوداګرو ټولنې غړو د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام سره د خپلو فعالیتونو په هکله اړین معلومات شریک کړل او د ډبرو سکرو، باد او لمریزو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو باندې یې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.

په پای کې  دواړو لورو د لا زیاتو همغږیو په رامنځته کولو باندې ټینګار وکړ او هوکړه یې وکړه چې د وزارت تخنیکي مسؤلین او د یادې ټولنې غړې دې تخنیکي ناسته دې ترسره کړي، ترڅو په دې ناسته کې په مشخصه توګه د پروژو په هکله اړین بحثونه ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu