د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ترکمنستان هېواد له سفیر ښاغلي خواجه اویزوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګډو همکاریو د دوام او پراختیا په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر افغانستان ته د وارداتي برېښنا د رسولو په برخه کې د ترکمنستان له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د دې همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدارنګه د ترکمنستان سفیر هم د افغانستان د وارداتي برېښنا د تړون د غځولو په برخه کې د خپل چمتووالي ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د دغه هېواد د همکاریو په ځانګړې ډول د جوزجان ولایت د خماب او قرقین ولسوالیو د برېښنا پروژو د پلي کولو په برخه کې به همکاري وکړي.
یاده ناسته په یوه صمیمي فضا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا په ټینګار سره پای ته ورسېده.
