د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د برېښنا شرکت له رئیس اوتخنیکي چارواکو سره وکتل

MEW-Media
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۴:۲۰
5/4/1443

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر، ښاغلي ملا عبداللطیف "منصور " د افغانستان برېښنا شرکت له رئیس، ښاغلی حافظ امین  او د یاد شرکت یوشمېر تخنیکي چارواکو سره په خپل کاري دفتر کې د هغه هیئت په اړه چې ټاکل شوي په راتلونکو ورځو کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته راشي، په اړه یې د هیئت سره د کیدونکو خبرو په هکله او د چالق شرکت په اړه لازمې لارښوونې وکړي او همدارنګه په  هرات کې د نورالجهاد سبسټیشن په اړوند لازمې لارښوونې وکړي.

په ورته وخت کې، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست، د یاد وزارت د ادارو له رئیسانو سره په غونډه کې د ایران اسلامي جمهوریت ته د خپل وروستي سفر او لاسته راوړنو په هکله معلوماتو ورکولو په وخت کې خپل سفر او د یاد هیواد له چارواکو سره خپل مذاکرات بریالي وبلل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست زیاته کړه، د تعرفي د کمولو په لړ کې مو خپل هیواد ته د نژدي لس نیم میلیونه ډالرو په اندازه ګټه تر لاسه کړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu