د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ختیزو ولایتونو ته په سفر تللی دی

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۵:۲۰
1

د ا.ا.ا د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلی ملا عبداللطیف منصور د هیواد ختیزو ولایتونو ته په کاري سفر ولاړ.

نوموړی پرون د لغمان ولایت له والي ښاغلي قاري زین العابدین عابد، د ولایت مرستیال مولوي سیداحمد بنوري، امنیه قوماندان  ښاغلي مولوي فیصل مختار، د لغمان سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي شیرجان راشدی او غربي نورستان ولسوال ښاغلي شیخ زرمحمد سره لیدنه وکړه.

یادو مسؤلینو لمړی دوی ته ښه راغلاست ووایه، او وروسته یې د ختیزو ولایتونو په بیلابیلو مسایلو په تېره بیا د اوبو او انرژي په هکله مفصلي خبرې وکړې.

مسؤلینو د اوبو او انرژي په هکله شته ستونزې، اړتیاوي، وړاندیزونه او راتلونکي پلانونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل.

ښاغلي وزیر د دوی د ستونزو، اړتیاو، وړاندیزونو، روان کاري بهير او راتلونکو پلانونو تر اورېدو وروسته دوی ته ډاډ ور کړ، چې د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته به لمړیتوب ور کول کېږی.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر په دغه سفر کې د شاهي کانال د پروژې څخه لیدنه وکړه.

دغه راز، د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ختیزو ولایتونو ته د خپل سفر په بهیر کې د نورستان کله ګوش سیمې څخه هم لیدنه وکړه.

نوموړي دغه سیمه د اوبو دیوه بند د جوړولو لپاره مناسبه نقطه وبلله او ویې ویل چې د دغه بند جوړول زمونږ د راتلونکي پلانونو یوه برخه ده چې په جوړېدو سره به یې د خلکو د ځمکو خړوبولو تر څنګ د ۸۰ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت هم و لري..

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د سیندیزې فرعي حوزې رئيس مولوي شیرجان راشدي او د ولایت مالي او اداري رئیس مولوي جمال الدین هاشمي په ملتیا د مهتر لام بابا زیارت ته لاړل، او د بابا صاحب له دښتې څخه یې لیدنه وکړه، ویې ویل چې د شاهي کانال په جوړیدو سره به دغه دښته آباده او زرغونه شي.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د لغمان ولایت له مسؤلینو سره تر خدای پاماني وروسته د ننګرهار ولایت روان شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu