د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر او د دې وزارت د اوبو معین د لغمان ولایت والي او یو شمیر مشرانو سره وکتل

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۴:۶
14/1/1401

 

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبد اللطیف منصور او د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمرپه خپلو کاري دفترونو کې د لغمان ولایت والی ښاغلي  قاري زین العابدین، د سیندیزې حوزې مسؤلینو او د هغه ولایت یو شمیر قومي مشرانو سره وکتل.

په دې لیدنه کې د لغمان ولایت والي د هغه ولایت د خلکو وړاندیزونه او ستونزې د اوبو او انرژي وزارت د رهبرۍ مقاماتو سره شریک کړه، او د شاهي کانال پروژې د تطبیق په برخه کې د وزارت د رهبرۍ د توجه غوښتوونکي شول.

د اوبو او انرژی وزارت سرپرست ښاغلي ملا عبداللطیف منصور او د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمرد لغمان ولایت د شاهي کانال پروژې د کار دوباره شروع په اړه د هغه ولایت والي او مشرانو ته ډاډ ورکړ. د اوبو او انرژي وزارت سرپرست په دې لیدنه کې وویل: یاده پروژه د اوبو او انرژي وزارت کاري لمړیتوب کې قرارلري، د هغې دوباره کار شروع په اړه لازمه امادګي  او ګامونه پورته شوي دي، مونږ هڅه کوو چې د مالیې وزارت سره په همغږۍ په نیږدې راتلوونکې کې د دې پروژې کار شروع کړو.

د یادونې وړ ده چې د لغمان ولایت د شاهي کانال پروژه د اوبو او انرژي وزارت یوه له لویو پروژو څخه ده، چې د هغې په تطبیق سره به په زرګونه هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په تخار ولایت کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۱۷ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۸ هـ ل

د تخار ولایت د درقد ولسوالي په یتیم تپه سیمه کې د سیند څنډو د تحکیماتو د نهم لاټ پروژه چې د هېواد د اوبیزو سرچینو د غوره او اغېزمن مدیریت په برخه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۰:۳۷
Background image

له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې او ډیزاین چارې پرانیستل شوې

۱۴۴۸/۴/۱۶ هـ ق مطابق ۷/۷ ۱۴۰۵ هـ ل

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د حکم په اساس د اوبو او انرژي وزارت له لوري له صیادو څخه کابل ښار ته د اوبو لېږد پروژې د تخنیکي مطالعاتو، سروې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

بیرته تګ

User account menu