د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د پلي کولو په موخه د ملي پراختیا شرکت له مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۲:۱۰
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور په یوه ناسته کې په داسې حال کې چې د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او د دغه وزارت یو شمېر رئيسانو هم ګډون درلود، د ملي پراختیا شرکت له رئيس محترم عبدالرحمن عطاش سره د دغه وزارت د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې، د دغه وزارت د پروژو لکه د ۴۲ بندونو د جوړولو پروژو او په کنړ ولایت کې د ګمبیري د اوبو او برېښنا بند د پلي کولو د څرنګوالي د همغږي په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پروژو د پلي کولو په برخه کې د دغه وزارت د همکاریو په هکله ډاډ ورکړ او د لا زیاتو همکاریو او د چارو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د ملي پراختیا شرکت رئيس هم وویل چې نوموړی شرکت هڅه کوي، چې د بنسټیزو او اړینو پروژو په پلي کولو سره هېواد د ځان بسیاینې په لور وخوځوي.

په پای کې،د اوبو او انرژي وزارت او د نوموړي شرکت ترمنځ د چارو د چټکتیا او لا زیاتو همغږیو د رامنځته کولو په موخه هوکړه وشوه، چې د دواړو لورو له تخنیکي ټیمونو څخه یو ګډ کمېسیون رامنځته شي او د پروژو د چارو په پرمخ وړلو کې په ګډه کار وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۴۸
Background image

په هلمند ولایت کې د درمیان بند ودانیزې چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۸ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۰ هـ ل

د هلمند سیندیزې حوزې عمومي ریاست مسؤلینو د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالي کې د درمیان بند د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاد بند چې د ۳۵ متره. . .

بیرته تګ

User account menu