د اوبو او انرژي وزارت د نوي کېدو وړ انرژي رئيس همکارانو ته ور وپېژندل شو

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱ - ۱۶:۵۷
1

محترم صفي الله احمدزي چې تر دې مخکې د افغانستان برېښنا شرکت د عملیاتي رئيس په توګه دنده ترسره کوله، د اوبو او انرژي وزارت د رهبري مقام د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د عالي مقام د منظوري پربنسټ د اوبو او انرژي وزارت د نوي کېدو وړ انرژي د رئيس په توګه ټاکل شوی او د یوې غونډې په ترڅ کې د وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د رئيسانو په شتون کې همکارانو ته ور وپېژندل شو.

د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس او د انرژي معینیت وارسي کوونکي محترم قاري محمد عبدالعزیز عزیز په ادارو کې د ادلون، بدلون اصل ته په نغوتې سره د دغو بدلونونو موخه په غوره توګه د چارو ترسره کول او د هېواد غم ځپلو خلکو ته د لا غوره خدمت ترسره کولو لپاره د زمینې چمتو کول وبلل.

همدارنګه د افغانستان برېښنا شرکت سوداګریز رئيس محترم مولوي عبدالرحمان رحماني د ښاغلي احمدزي د ور پېژندلو پر مهال په برېښنا شرکت کې د هغه له ښو کارنامو یادونه وکړه او هغه یې یو تجربه لرونکی، مسلکي او با دیانت کس یاد کړ.

په ورته مهال، ښاغلي احمدزي هم د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له اعتماد مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د انرژي سکتور د پراختیا په برخه کې به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي او خپلې عملي او تخنیکي تجربې به هم له همکارانو سره شریکې کړي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلی احمدزی د برېښنا په برخه کې ماستري لري او د برېښنا په برخه کې څه باندې ۱۴ کلنه کاري تجربه لري چې د افغانستان برېښنا شرکت د سوداګریز او عملیاتي ریاستونو د رئيس او  د هېواد د برېښنا د یوه فعاله کدر په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلي احمدزي په برېښنا شرکت کې د خپلې د ندې په بهیر کې له بېلابېلو  انسټیټونو او ملي او نړیوالو بنسټونو څخه ګڼ شمېر ستاینلیکونه او تصدیق پاڼې ترلاسه کړې چې د هېواد او د افغانستان خلکو ته د هغه د ښو  او رښتینې خدمتونو وړاندې کول په ګوته کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د اوبو او انرژي وزیر صاحب د ارزګان له والي سره د پراختیایي پروژو په اړه لیدنه او خبرې وکړې

 ۱۴۴۸/۴/۱۳هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۴هـ ل

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب په خپل کاري دفتر کې د ارزګان ولایت له والي محترم مولوي شمس‌الدین شریعتي صاحب سره لیدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۲۳
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې د شاوخوا ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۴/۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۳۱ هـ ل

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالي اړوند د نوښار په سیمه کې د کانال جوړولو یوې پروژې چارې چې د شاوخوا ۳۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پرمخ وړل کېږي،. . .

بیرته تګ

User account menu