د اوبو او انرژي وزارت د عوت او ارشاد ریاست روزنیز او اصلاحي سمینار د دعوت او ارشاد د موخو او ارزښتونو په هکله ترسره شو

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۵:۵۹
1

یاد  سمینار د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد لوی رئيس محترم  شیخ محمد هاشم شهید ورور، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن عارف او دکلیو پراختیا وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي احسان الله ابوالفیضان په ګډون د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شو.

د یاد سمینار په پيل کې د اوبو او انرژي وزارت د جومات د ملا امام محترم سید هارون له خوا د قرآن کریم څو آیاتونه تلاوت شول او وروسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده د عبادت او اخلاص په هکله خبرې وکړې.

د اوبو ښاغلي معین په خپلو خبرو کې د دې وزارت کارمندانو ته وویل چې د افغانستان د خلکو مسؤلیت زمونږ ټولو په غاړه دی، چې د خپل موقف څخه د هېواد او هېوادوالو ته د خدمت رسولو په لاره کې په رښتینې توګه ګټه واخلو او د اسلام سپیڅلي دین ارشاداتو ته ژمن و اوسو.

د سمینار په دوام کې، د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مولوي ګل رحمن د دعوت او ارشاد د موخو او ارزښتونو په هکله خبرې وکړې.

په ورته مهال، د افغانستان اسلامي امارت د دعوت او ارشاد لوی رئيس محترم شیخ محمد هاشم شهید ورور یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولې نړۍ په مقابل کې ودرېده او په خپل ایمان او سرښندنه سره د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړه او وتوانیده چې د نړۍ زبرځواکونو ته ماته ورکړې.

د دعوت او ارشاد لوی رئيس د دیني علومو ارزښت ته په اشاري سره د اوبو او انرژي وزارت له ټولو کارمندانو څخه وغوښتل چې د اسلام سپیڅلي دین ارشادات او  د حضرت محمد (ص) سنتونه په خپل ژوند کې عملي کړي.

په پای کې د کلیو پراختیا وزارت د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي احسان الله ابوالفیضان د بېلابېلو موضوعاتو او په ځانګړې توګه د دیني علومو په زده کولو باندې ټینګار وکړ او ټول ګډونوال یې رښتینې خدمت رسولو ته وهڅول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۵۴
Background image

په لغمان ولایت کې د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د پاچاجوی کانال پروژه د ۹۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په یاده پروژه کې د ۲۷۰ متره په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو چارې ۳۳ سلنه پرمخ تللې دي

 

۱۴۴۸/۴/۱۵ هـ.ق مطابق ۱۴۰۵/۷/۶ هـ.ل

په پکتیکا ولایت کې د پلتوني بند د جوړولو پروژه د اوبو او انرژي وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده، چې په هغه ولایت کې د اوبیزو سرچینو د غوره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۶
Background image

په لوګر ولایت کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې چارې ۶۹ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴/۴/۱۴۴۸ هـ.ق مطابق ۵/۷/۱۴۰۵ هـ.ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت په خروار ولسوالي کې د خروار ذخیروي بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د. . .

بیرته تګ

User account menu