د اوبو او انرژي وزارت د شپږ ورځني علمي او تخنیکي سمینار د  پای‌غونډې مراسم د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون کې ترسره شول

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۴:۲۰
1

دغه سمینار چې د یوې اونۍ لپاره د وړتیا لوړولو، د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د همغږي د زیاتولو او د اداري او تخنیکي چارو د انسجام په موخه د ټولو رئيسانو، سلاکارانو او د عمومي او فرعي سیندیزو حوزو د یو شمېر انجنیرانو او د انرژي زونونو د آمرینو په ګډون د اوبو او انرژي وزارت له لوري دائر شوی وو، په بریالیتوب سره پای ته ورسېده او د پای‌غونډې مراسم یې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د چارو ادارې عمومي رئيس محترم شیخ نورالحق انور، د وزارت مقام د سلاکارانو، رئيسانو او نورو ګډونوالو په شتون کې د وزارت د غونډو په عمومي تالار کې ترسره شول.

د نوموړي سمینار د پای‌غونډې د مراسمو په بهیر کې  څو ډیجیټالي سیسټمونه چې د اوبو او انرژي وزارت  د اداري او تخنیکي چارو د آسانتیاوو په موخه نوي جوړ شوي دي، هم د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر له لوري پرانیستل شول.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دغو مراسمو کې  په اوسنیو شرایطو کې د اوبو مدیریت او د انرژي پراختیا د هېواد له بنسټیزو اړتیاوو څخه وګڼل او ټینګار یې وکړ، چې د اوبو د مدیریت غوره والي او د انرژي پراختیا کولای شي، چې د اقتصادي او سیاسي ودې لامل شي او هېواد د ځان بسیاینې په لور و خوځوي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هم د اوبو او انرژي په سکتورونو کې د وزارت فعالیتونو ته په لنډې اشارې سره د دغه سمینار ترسره کول په هېواد کې د اوبو د مدیریت د غوره والي او د انرژي د پراختیا په برخه کې ارزښتناک وبلل او ټولو رئيسانو او تخنیکي مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې په رښتینولي سره هڅې وکړي.

همدارنګه د چارو ادارې عمومي رئيس هم په دغو مراسمو کې د اداري او تخنیکي چارو د اجراآتو د غوره والي په برخه کې د وړتیا لوړولو برنامو ارزښت ته اشاره وکړه او دغه ډول برنامې یې د بریالیتوب په برخه کې یو مثبت ګام و باله

په ورته مهال، د اوبو او انرژي د مقام سلاکار محترم ډاکټر فاروق اعظم په نوموړي مراسمو کې یادونه وکړه، چې په اوسنيو شرایطو کې د وړتیا لوړولو په برخه کې هر ډول فعالیت په هېواد کې د اوبو او انرژي سرچینو د مدیریت لپاره له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی او په دې برخه کې هر مثبت ګام کولای شي، چې د ځان بسیاینې په لور د هېواد  د پرمختګ د زمینې جوړونه شي.

دغو ګډونوالو د دغه سمینار په ستایلو سره وړاندیز وکړ، چې په راتلونکي کې دغه ډول سمینارونه دوام و مومي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه سمینار کې له ټولو ریاستونو څخه علمي او تخنیکي پرزنټیشنونه د وزارت د اړوندو فعالیتونو په هکله د اوبو او انرژي په سکتورونو، د مدیریت د غوره والي، د اداري چارو د انسجام، د ستونزو د ارزولو او په هېواد کې د اوبو او انرژي د مدیریت په برخه کې د شته ننګونو د هوارولو لپاره د مناسبو حل لارو د رامنځته کولو په هکله وړاندې شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

کابل ولایت کې د خنکوټ او د فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري بشپړه شوه

د کابل منځنۍ سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اوبو ټولنو د ګټې اخیستونکو په مرسته د کابل ولایت د چهار آسیاب ولسوالي په قلعه مسلم سیمه کې د خنکوټ او فتوح کلا لاندني کانالونو پاکاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۰
Background image

بادغیس ولایت کې د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د قلعه نو – بادغیس سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو او ورسره مل ولایتي ټاکل شوي پلاوي د زوپدې کلي د زو درې چکډم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۷
Background image

ارزګان ولایت کې د شفلوغ بند چارې کابو ۱۵ سلنه بشپړې شوې دي

د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې رئيس او ورسره مل تخنیکي ټیم د ارزګان ولایت په چنارتو ولسوالي کې د شفلوغ بند پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

. . .

بیرته تګ

User account menu